Home » سیمه او نړی » د هند په یو روغتون کې د اورلګېدنې له امله لس ماشومان مړه شوي

د هند په یو روغتون کې د اورلګېدنې له امله لس ماشومان مړه شوي

هند کې سیمه‌ییزو چارواکو (شنبې، د لړم ۲۶) ویلي چې په یو روغتون کې د اور لګېدلو له امله ۱۰ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي او ۳۹ نور ژوندي ژغورل شوي دي.

د چارواکو په وینا، د اور لګېدنې دا پېښه د اترپردیش ایالت په جانسي ښار کې د مهاراني لکشمیبای د طبي پوهنتون د روغتون په نسايي او ولادي څانګه کې د اکسیجن په ماشین کې د خرابوالي له امله رامنځ ته شوې ده.

د طبي پوهنتون مشر ډاکټر نریندر سینګر رسنیو ته وویل:‌ “زموږ له ډېرو هڅو سره سره له بده مرغه لس ماشومان مړه شوي دي.”

د اترپردیش ایالت د وزیر مرستیال براجیش پاټک، د ماشومانو د کورنیو ته د پېښې په تړاو څیړنې ډاډ ورکړ او زیاته کړې ده چې په فبروري میاشت کې د روغتون د خوندیتوب په تړاو پلټنې ترسره شوې او له هغې درې میاشتې وروسته یې په دې روغتون کې د اور وژنې تمرین هم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د نوي ډهلي‌ د ماشومانو په یو روغتون کې هم د اور لګېدنې له امله شپږ ماشومان مړه شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...