د هند مخکیني ولسمشر او د دغه هېواد مشهور سیاستوال پراناب موکرجي تېره ورځ د ورپېښې ناروغۍ له کبله د هند په یو روغتون کې ساه ورکړه.
د راپورونو له مخې، پراناب موکرجي د زړه په ناروغۍ اخته او درې ورځې په روغتون کې بستر و چې د دوشنبې په ورځ د ۸۴ کلنو په عمر ومړ.
بلخوا ولسمشرغني هم د نوموړي پر مړینه خواشیني ښودلې.
له ارګ په خپره شې خبرپاڼه کې راغلي، پراناب موکرجي د افغانستان له ښو دوستانو څخه و چې د خپل زعامت پر مهال یې زموږ د هیواد په اړه ښه نیت درلود د دواړو هیوادونو د اړیکو پراختیا او له افغانستان سره مرستې او همکارۍ ته یې ځانګړې پاملرنه لرله.
خبرپاڼه د ولسمشر غني له قوله لیکي:”زه په داسې حال کې چې په دې لوی غم کې د هند له خلکو سره ځان شریک بولم، د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د هند ولسمشر، لومړي وزیر، د هند خلکو او د پراناب موکرجي کورنۍ ته د تسلیت او همدردۍ مراتب څرګندوم.”
پراناب موکرجي د هند د مهمو اشخاصو او سیاستوالو له ډلې و نوموړی په ۲۰۱۲ کال کې د هند ولسمشر په توګه ټاکل شوی و.