Home » سپورټ » د هند د کریکټ غوره لیګ؛ نن بنګلور او لکنو کرېکټ لوبډلې سيالي کوي

د هند د کریکټ غوره لیګ؛ نن بنګلور او لکنو کرېکټ لوبډلې سيالي کوي

ټاکل شوې چې نن دوشنبه د هند غوره لیګ په سیالیو کې د رایل چلینجر بنګلور لوبډله د لکنو سوپر جاینټز پر وړاندې سیالي وکړي.

دغه سیالي چې په بنګلور ښار کې ترسره کېږي د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې پیلیږي.

لکنو لوبډلې چې دوه سیالۍ ګټلي او یوه یې بایللې د نومرو په جدول کې درېیم مقام لري.

د بنګلور لوبډلې بیا یوه سیالي ګټلې او بله یې بایللې ده او اوس په ۷م مقام کې ده.

د دې لیګ د اپریل د ۹مې په سیالیو کې کلکتې تر یوې جالبې سیالۍ وروسته ګجرات ته ماتې ورکړه.

دغه راز د دې ورځې په دویمې سیالۍ کې سن رایزر حیدراباد د پنجاب کینکز په ماتولو سره په سږني پړاو کې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...