Home » سپورټ » د هند د کرکټ غوره لیګ په خپله دویمه لوبه کې رحمن الله ګربز نيمه سليزه جوړه کړه

د هند د کرکټ غوره لیګ په خپله دویمه لوبه کې رحمن الله ګربز نيمه سليزه جوړه کړه

حمن الله ګربز لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په ايي‌پي‌ايل کې نیمه سلیزه وهي، چې په دې سره يې کلکتې ـ بنګلور ته ماتې ورکړه.

د هندوستان غوره لیګ (ايي‌پي‌ايل) په نهمې سیالۍ کې کلکته نایټ رایډرز د ۸۱ منډو په توپیر رویال چلینجرز بنګلور ته ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې د پنجشنبې په ورځ د اپریل په ۶مه نېټه د هند په ايډن ګارډن لوبغالي کې ترسره شوه، کلکتې لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۲۰۵ منډو هدف یې وټاکه. د نایټ رایډرز په توپوهونکو کې رحمن الله ګربز۵۷، شردول ټاکور۶۸ او رینو سینګ ۴۶ منډې جوړې کړې. دا لومړی ځل و چې یو افغان لوبغاړی په ايي‌پي‌ايل سیالیو کې نیمه سلیزه وهي.

بنګلور ته ډیويډ ویلي او کرن شرما دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول. د بنګلور توپوهونکي د هدف په پوره کولو کې پاتې راغلل او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې په ۱۸ اورونو کې ۱۲۳ منډې وکړې. د یادې لوبډلې مخکښ توپوهونکي ویرات کولي، فاف ډوپلیسي او ګلین میکسویل په ترتیب سره ۲۱، ۲۳ او ۵ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې د کلکتې په ګټه چکروتي ۴، سویش شرما ۳ او سونیل نارین دوه لوبغاړي وسوځول. د دې سیالۍ اغېزناک او غوره لوبغاړی شردول ټاکور ونومول شو.

د ویلو ده چې په راتلونکې سیالۍ کې به لکنو سوپر جاینټز د سن رایزر حیدراباد پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...