په کشمیر کې د وسله والو پر ضد د عملیاتو پر مهال پنځه تنه هندي سرتیري وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس ویلي، چې تېره ورځ په کشمیر کې د وسله والو پر ضد د عملیاتو پر مهال د هند د پوځ پنځه سرتیري وژل شوي او یو بل تن یې ټپي شوی دی.
هندي پوځ هم په یوه بیان کې ویلي، چې د جمعې په ورځ، پوځ د وسلوالو پر ضد د لټون عملیات پیل کړل، چې په یوه سیمه کې یې پوځ له وسله والو سره په نښته کې ښکېل شو او په پایله کې یې دوه سرتیري ځای پر ځای ووژل شول او درې تنه نورو یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.