Home » سپورټ » د هندوستانIPL سیالۍ د سیپټمبر په ۲۶مه پیلیږي
رویداد خبري آژانس
IPL Trophy during the Vivo Indian Premier League 2018 (IPL 2018) qualifier 2 match between the Sunrisers Hyderabad and the Kolkata Knight Riders held at the Eden Gardens Cricket Stadium in Kolkata on the 25th May 2018.Photo by: Deepak Malik /SPORTZPICS for BCCI

د هندوستانIPL سیالۍ د سیپټمبر په ۲۶مه پیلیږي

ټاکل شوې د هندوستان د کرکټ کورنۍ سیالۍ«IPL» د هند په ځای متحده عربي اماراتو کې د سیپټمبر میاشتې په ۲۶مه نېټه پيل شي او د نومبر میاشتې په ۷مه نېټه پای ته ورسیږي.

د تیري جمعې په ورځ د هند کرکټ بورډ چارواکو خپلو کې په دې تړاو غونډه وکړه او پکې پرېکړه شوې، چې د هند آی پي ایل سیالۍ به د سیپټمبر له ۲۶مي بیا د نومبر تر ۷مي په متحده عربي آماراتو کې ترسره کړي.

خو هند کرکټ بورډ په دې تړاو رسمي خبر د جولای میاشتې په ۲۰مه نېټه اعلانوي.

ټاکل شوې وه د هند آی پي ایل تجارتي سیالۍ د روان کال د مارچ میاشتې له ۲۹مي بیا د مې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پوري ترسره شوي وای، خو کورونا ویروس وځنډولې.

رویداد خبري آژانس

 تر دې مخکي هندي بورډ ویلې وه، د دوی لومړیتوب هند هیواد دی، خو د کورونا ویروس د پراختیا له امله اوس دوی متحده عربي اماراتو کې چمتوالی پيلوي.

متحده عربي آماراتو هم په څو ځلې ویلې، چي د آی پي ایل کوربتوب ته پوره چمتوالی لري.

په متحده عربي اماراتو کې د هند کورنیو سیالیو ترسره کول نوې خبره نده؛ بلکې تر دې مخکې په ۲۰۱۴م کې هم یو ځلې آی پي ایل په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوی او د دې ترڅنګ په ۲۰۰۹م کې بیا هند کې د عمومي ټاکنو له امله سویلي افریقا کې ترسره شوی.

رویداد خبري آژانس
ډوني او روهیت شرما

تمه کیږي، چې په آی پي ایل سیالیو کې د لوبېدونکو لوبډلو لوبغاړي تر سیالیو یوه میاشت مخکې متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي.

د نړیوال جام او اسیا جام راوروسته اوس د ټولو کرکټرانو او مینوالو سترګې IPL ته دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...