ټاکل شوې دغه پایلوبه سبا یکشنبې د هند په چینای ښار کې ترسره شي.
د کلکتې لوبډلې د یادو سیالیو د «پلی اف» په پړاو کې د حیدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او پایلوبې ته یې نیغ په نیغه لار موندلې وه.
د حیدراباد لوبډلې بیا پرون جمعه په دویم «کوالیفایر» کې د راجستان رویالز لوبډلې ته د ۳۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېده.
په دواړو لوبډلو کې درې افغان لوبغاړي هم شته، د کلکتې لوبډله له ځان سره رحمن الله ګربز او الله محمدغضنفر او حیدراباد بیا فضل حق فاروقي لري، خو په پایلوبه کې یوازې د ګربز د لوبېدو چانسونه شته.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې کلکتې دوه ځل او حیداباد بیا یو ځل د ای پي اېل سیالیو اتلولي ګټلې ده.