Home » افغانستان » د هلمند په ګرمسېر کې د چاودنې ۴تنه عام خلک ټپيان کړي

د هلمند په ګرمسېر کې د چاودنې ۴تنه عام خلک ټپيان کړي

د هلمند ځايي چارواکي خبر ورکړی چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې د چاودنې له امله ۴ تنه عام ولسي کسان ټپيان شوي دي.

ځايي چارواکو د يادې چاودنې په تائيدولو سره ويلي، پېښه نن سې‌شنبه د (لېندۍ په ۲۲مه) د ګرمسېر اړوند هزار جفت بازار کې د یوې سرګولولې د چاودني له امله شوي.

د هلمند ولايت مقام په دې اړه زياته کړې، ياده پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د راکېټ یوه مرمۍ د یوه ملکي کس لخوا په ناپامۍ کې وټکول شوه او د چاودنې پرمهال يې شاوخوا نور کسان هم موجود وو.

ولايت مقام ويلي چې د پېښې په ترڅ کې ټپي شوي کسان يې د امنیتي مسوولانو په همکارۍ د درملني په موخه د هزارجفت روغتون ته رسولي دي.

په ټپي شويو کسانو کې د ۳ تنو روغتيايي وضعيت نارک ښودل شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...