په هلمند کې ځایي خبریالانو راپور ورکړی چې تېره شپه د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د افغان پوځ دوې چورلکې هغه مهال سره ټکر شوې دي چې د جګړو ټپیان یې له یوې سیمې بلې ته لېږدول او د افغان پوځ په اکمالاتو بوختې وې.
راپورونه وایي چې الوتکو تر لوېدو وروسته اور اخیستی، د تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي او نه هم افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.
خو ناتایید شوي راپورونه وایي چې په پېښه کې پنځلس کسان وژل شوي دي. بلخوا تېره شپه د لښکرګاه په شاوخوا کې د چاه انجیر په سیمه کې سخته جګړه شوې ده او تر سهاره پورې د درنو او سپکو ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
د تازه نښتو په اړه هم د هلمند ځايي چارواکو تر اوسه معلومات نه دي خپاره کړي.