د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشر علي سلاجقه ویلي د هلمند سېند اوبو کې د ایران د حق تر لاسه کول د روان کال لپاره د دې ادارې یو مهم لومړیتوب دی او په همدې لړ کې به په نژدې راتلونکې افغانستان ته سفر وکړي.
نوموړي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د افغانستان په سوېلي ولایت نیمروز کې ځايي اوسېدونکو ویلي د کمال خان بند اوبه د څو ساعتونو لپاره د ایران پر لور خوشې شوې وې، خو ځايي چارواکي یې ردوي. دوی وايي یوازې د شاوخوا ځمکو د خړوبولو لپاره یې اوبه خوشې کړي دي.
د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشر علي سلاجقه ویلي ایراني چارواکي د هلمند سند کې د ایران د برخې تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي.
ده د ایران ایسنا خبري اژانس ته ویلي د بهرنیو چارو وزارت له خوا له طالب چارواکو سره د همغږۍ په رڼا کې غواړي هر څومره ژر چې کېدای شي افغانستان ته سفر وکړي. هغه د کومې نېټې یادونه نه ده کړې، خو وايي د ده سفر ته شرایط په چمتو کېدو دي.
که نوموړی افغانستان ته سفر ورکړي نو له یوه کاله په کمه موده کې به دا دویم ځل وي چې لوړ پوړی ایرانی چارواکی د هلمند سند اوبو په اړه له طالبانو چارواکو سره د لیدنې لپاره کابل ته سفر کوي.
د تېر کال اوړي کې د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان کابل ته تللی و ، نوموړي د طالبانو حکومت کې د اوبو او انرژۍ له چارسمبالي وزیر او مرستیال لومړي وزیر ملا عبد الغني برادر سره لیدلي وو.