د هلمند سېند اوبو کې د ایران د برخې په اړه د دغه هېواد د چارواکو د څرګندونو، غوښتنو او ګوتڅنډنو لړ کې دا ځل د ایران د انرژۍ وزیر علي اکثر محرابیان ویلي هېواد یې د یوې ذرې په اندازه هم له دې حقه نه تېرېږي.
علی اکبر محرابیان ایران کې د اوبو د سرچینو په اړه یوې غونډې ته ویلي، له هلمند سېنده د اوبو تر لاسه کولو لپاره له طالبانو سره خبرو پایله نه ده لرلې، خو ټينګار یې کړی چې د ایران ولسمشر ټولو اړونده چارواکو ته ویلي چې دې موضوع ته جدي پام وکړي.
نوموړي د هلمند سیند اوبو په اړه د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي وروستیو څرګندونو او له سرپرست حکومت سره دې برخه کې د بې پایلو خبرو یادونه کړې ده.
محرابي ویلي د خبرو پایله کې اوبه نه دي ور پرېښودل شوې.
له کله چې طالبان نږدې دوه کاله وړاندې واک رسېدلي ایران د هلمند سیند اوبو کې د خپلې برخې په اړه جدي غوښتنې کړي او په تدریج یې دا غوښتنه تر ګواښ رسېدلې، خو د طالبانو حکومت چارواکو له ایرانه د اوبو د ایسارولو خبره رد کړې او تل یې ویلي چې د وچکالۍ له امله هلمند سېند اوبه کمې شوې نو ځکه ایران ته لږ اوبه ورځي.