Home » افغانستان » د هلمند جګړه؛ شاوخوا۱۰۰۰ بې‌ځایه شوې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
رویداد خبري آژانس

د هلمند جګړه؛ شاوخوا۱۰۰۰ بې‌ځایه شوې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

په هلمند کې شاوخوا ۱۰۰۰ هغه کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، چې په وروستیو کې د جګړو له کبله بې‌ځایه شوي دي.  

د هلمند چارواکي وايي، شاوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ په همدې شپو ورځو کې له خپلو مېنو بېځایه شوې او د جګړې له وېرې د دغه ولایت نسبتاً امنو سیمو ته یې پناه وړې ده.

د دغه ولایت د کډوالو مشر ‘سید محمد رامین’ رسنیو ته ویلي، چې دوی تر دې دمه یوازې له خپلو ولایتي سرچینو له بې‌ځایه شویو سره مرسته کړې ده، چې دا بسنه نه کوي. 

د رامین په خبره چې د دغو بېځایه شویو کورنیو شمېر ډېر دی، پکار ده چې پر وخت او بېړنۍ مرستې ورسره وشي.  

دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند د مرکز (لښکرګاه) شاوخوا سیمو او ځینو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه پیل شوې، چې د امینتي سرچینو په خبره، د پاکستاني ملېشو په ګډون یې تر دې دمه سلګونه وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...