Home » سیمه او نړی » د هغو هېوادونو شمېر ۱۴۶ شو، چې فلسطین په رسمیت پېژني

د هغو هېوادونو شمېر ۱۴۶ شو، چې فلسطین په رسمیت پېژني

د رسنیو فعال سید رضا الغرابي، په اېکس پاڼه لیکلي، هغه هېوادوته چې فلسطین په رسمیت پیژني شمېر یې ۱۴۶ هیوادونو ته رسیدلی دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې د نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتي چې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

د رویټرز د راپور له مخې، دغو کارپوهانو او په فلسطین کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي خبریال په ګډون، د دغه هېواد په رسمیت پېژندنه په منځني ختیځ کې د سولې د تامین او تضمین لپاره یو مهم ګام بللی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي چې د فلسطین په رسمیت پیژندل به د فلسطینیانو د حقونو او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره د هغوی د مبارزې د تایید لپاره یو اقدام وي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ اسپانیا، اېرلنډ او ناروې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژانده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...