Home » افغانستان » د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ د څلورم فاز چارې بشپړېدو ته نږدې شوې

د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ د څلورم فاز چارې بشپړېدو ته نږدې شوې

د هرات مسوولین وايي، د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز جوړولو چارې له ۸۰ سلنې زیاتې بشپړې شوې دي.

د دوی په وینا، د دغه فاز چارې به تر راتلونکو پنځو میاشتو بشپړې شي. د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي رسنیو ته ویلي: “ا.ا ژمن دی چې د دې پروژې کارونه تر راتلونکو پنځو میاشتو بشپړ کړي.”

د ویلو ده چي د هرات – خواف د اوسپنې دا پټلۍ له بېلابېلو هېوادونو د خامو توکو وارداتو او د هرات تولیدي توکو صادراتو په برخه کې ارزښتناک رول لري.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو چارې شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې او په پام کې ده چې تر راتلونکو اتلس میاشتو ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...