Home » افغانستان » د هرات برښنا رياست مسوولينو د بادي برېښنا د دوو فابريکو د جوړېدو خبر ورکړی

د هرات برښنا رياست مسوولينو د بادي برېښنا د دوو فابريکو د جوړېدو خبر ورکړی

د هرات د برښنا ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د بادي برېښنا د دوو فابریکو د جوړولو پلان ترتیب شوی دی.

د هرات-برښنا ریاست چارواکو نن (سې‌شنبې د سرطان ۱۹ مه) ویلي چې په هرات کې د بادي برېښنا د تولید لپاره دوه ځایونه سروې شوي او ټاکل شوې چې د مرکزي چارواکو له خوا تصویب او عملي چارې یې پیل شي.
د هرات ولايت د برښنا رياست مشر، خير محمد معراج ویلي چې د بادي برېښنا د توليد د دغو دوو دستګاوو په جوړېدو سره به د دغه ولايت د اوسېدونکو د برېښنا د نشتوالي ستونزې حل شي.
معراج دا هم ویلي چې هرات ٢٢٠ ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې اوسمهال په دغه ولايت کې شته برېښنا ١٨٠ ميګاواټه ده.

ښاغلي معراج ټینګار کړی چې د برېښنا د نشتوالي له امله د یاد ولایت اوسېدونکي په سړو او تودو موسمونو کې له ستونزو سره مخ وي.

د معراج د معلوماتو له مخې، د هرات-برښنا ریاست د مشتريانو شمېر ٣٠٠ زره دى او د پل هاشمي په سيمه کې د برېښنا د وېش د يوې بلې دستګاه د جوړولو کار روان دى چې په جوړېدو سره به د برېښنا په برخه کې ډېر ستونزې هوارې شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...