Home » افغانستان » د هرات اسلام قلعه په اور کې ۵۰۰ لارۍ سوځیدلي

د هرات اسلام قلعه په اور کې ۵۰۰ لارۍ سوځیدلي

پرون ناوخته د هرات اسلام قعله په ګمرک کې د اورلګیدنې له امله سوداګرو ته درنه او میلوني زیان اوښتی.

د هرات ولایت د صنایعو او سوداګرۍ خونې رییس یونس قاضي زاده وايي په دغه اورلګیدنه کې د تجارتي مالونو څخه باز د سوداګرو ۵۰۰ ګاډي سوځیدلي او له منځه تللي دي.

قاضي زاده زیاتوي په دغه اورلګیدنه کې به شاید ۵۰ میلیونه ډالره زیان اوښتی وي.

نوموړي وویل دا پیښه د هېواد سوداګرۍ ته یو لوی ګوزار و.

په همدې حال کې د هرات والي ویاند رفیق شیرزی وايي په دغه پیښه ۱۷ تنه سوځیدلي کسان روغتون ته وړل شوي دي چې د دوو یې روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.

د والي ویاند وايي د اور مړ کولو لپاره زیات اطفایي نه لري او له ایران څخه یې مرسته غوښتې ده.

د اور لیګدو علت لا معلومه نه ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...