د امريکا د هاليووډ سينما مشهوره او وتلې اداکاره انجلينا جولي له هغو افغان کډوالو سره ګوري، چې په پاکستان کې د وروستيو سيلابونو له امله زيانمن شوي دي.
انجلينا جولي پرون سېشنبه پاکستان ته رسېدلې او غواړي په دې هېواد کې سيلاب ځپلو ته د مرستو رسولو هڅو په چټک کولو کې مرسته وکړي.
د ژغورنې نړيوالې سازمان د پاکستان څانګې ويلي، ميرمن جولي به له سيلاب ځپلو سره مخامخ وګوري او د دوی اساسي اړتياوو په اړه به له زيانمنو کسانو څخه په مستقيمه توګه وضاحت واوري.

دې ادارې په خپل ټوېټر کې زياته کړې، انجلينا جولي غواړي وپوهېږي چې له کوم لارو چارو بايد ګټه پورته شي څو په اوږدمهال خلک له ورته ستونزو سره د مخ کېدو په صورت کې خوندي او ډېر زيانمن نه شي.
د ژغورنې نړيوال سازمان زياته کړې، چې نوموړې به د پاکستان بېلابېلو سيلاب ځپلو سيمو ته لاړه شي او په يادو سيمو کې به له هغو افغان کډوالو سره هم وګوري، چې د سيلابونو له امله زيانمن شوي دي.
په پاکستان کې سيلابونو له امله شاوخوا ۳۳ ميليون کسان زيانمن شوي او زرګونه کسان د همدې سيلابونو له امله مړه شوي هم دي. د يادو سيلابونو په ترڅ کې د اوښتې ځاني او مالي زيان د اروزلو او له کبله يې د پاکستان له ولس سره د خواخوږګۍ څرګندولو په موخه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريش هم تېره اوونۍ پاکستان ته تللی و.