Home » سیمه او نړی » د نېجر په يوه ښوونځي کې د اور لګېدنې له امله ۲۶تنه زده‌کوونکي وژل شوي

د نېجر په يوه ښوونځي کې د اور لګېدنې له امله ۲۶تنه زده‌کوونکي وژل شوي

د نېجر هېواد په يوه ښوونځي کې د اور لګېدنې پېښې له امله، لږ تر لږه د ښوونځي ۲۶ تنه زده‌کوونکي وژل شوي دي.

پېښه پرون دوشنبه د (لړم په ۱۷مه) د دغه هېواد مارادي ښار کې رامنځته شوې ده. د فرانسې خبري اژانس د دغه ښار د ښاروال چايبو ابوبکر په حواله ويلي دي، اور لګېدنه د ماشومانو په هغو ټولګيو کې رامنځته شوې چې له لرګيو جوړ شوي وو.

نوموړي زياته کړې چې په دې پېښه کې ۲۶ تنه زده‌کوونکي وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي. د ابوبکر په خبره په ټپيانو کې د ۴ هغو چې عمرونه يې له ۴ تر ۵ کلونو دی، روغتيايي وضعيت خراب ښودل شوی.

نېجر پر غرونو پوښلی هېواد دی او دا چې لرګې په کې پرېمانه دي، نو له همدې امله ترې د ودانيو په جوړولو کې ډېره ګټه اخېستل کېږي.

تر اوسه په نوموړي ښوونځي کې د اور لګېدو د علط په اړه څه نه دي ويل شوي خو چارواکو خبر ورکړی چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...