Home » افغانستان » د نړۍ ۷۰۰ میلیون وګړي خوړو ته اړتیا لري

د نړۍ ۷۰۰ میلیون وګړي خوړو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان په ګډون په نړۍ کې څه باندې ۷۰۰ میلیون وګړي نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه څنګه ترلاسه کړي.

دغې ادارې پرون پنجشنبه ویلي، په نړۍ کې د خوړو لپاره تقاضا په داسې وخت کې سخته زیاته شوې، چې د بشري مرستو لپاره بودیجه په کمیدو ده.

د خوړو نړیوال پروګرام اجرایه رئیسې سینډي مککین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، د بودیجې د کموالي له کبله، دغه اداره مجبوره شوې چې له میلیونونو کسانو سره د خوړو مرستې بندې کړي او دا لړۍ دغسې روانه ده.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې ویاند وحید الله اماني رسنیو ته ویلي، د بودیجې د کموالي له کبله، بشري مرستو ته د اړو ۱۳ میلیونه وګړو له ډلې دوی یوازې له ۳ ملیونه کسانو سره مرسته کوي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي په بېړنۍ توګه یو ملیارد امریکايي ډالرو ته اړتیا لري تر څو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د مېرمن مککین د اټکل له مخې، په ۵۰ هېوادونو کې نږدې ۴۷ ملیونه وګړي له قحطۍ سره یوازې یو څو ګامه فاصله لري او ۴۵ ملیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، له سختې خوارځواکۍ کړېږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...