Home » سپورټ » د نړۍ د کرېکټ ستر سوداګريز ليګ ‘ايې‌پي‌ال’ نن پيليږي

د نړۍ د کرېکټ ستر سوداګريز ليګ ‘ايې‌پي‌ال’ نن پيليږي

د هندوستان د کرېکټ ستر سوداګریز لیګ (ايې‌پي‌ال) نن (جمعه) د دې هېواد په احمد اباد ښار کې پیلیږي.

په لومړنۍ لوبه کې به د تېر کال اتله لوبډله ګجرات ټایټنز د چینای سوپر کینګز پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.

سږ کال په دې لیګ کې پینځه افغان لوبغاړي هم لوبه کوي. د ايې‌پي‌ال په سیالیو کې لس لوبډلې سره سیالي کوي چې هره لوبډله به ۱۴ لوبې ترسره کړي.

د افغان لوبغاړو له ډلې به راشدخان او نور احمد د ګجرات ټایټنز په لوبډله کې ولوبیږي. دغه راز رحمن الله ګربز د کلکته نایټ رایډرز، فضل حق فاروقي د سن رایزر حیدر اباد او نوین‌الحق د لکنو سوپر جاینټز په لوبډلو کې شامل دي.

نوین‌الحق په لومړي ځل دې لیګ کې پېرل شوی دی.

د ویلو ده چې د هندوستان غوره لیګ (ايې‌پي‌ال) به د یاد هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شي او پایلوبه به یې د مۍ په ۲۱مه نېټه وي.

تېر کال د دې سیالیو اتلولۍ د ګجرات لوبډلې ګټلې وه، چې په کې راشد خان د مرستیال کپټان مسولیت پر غاړه لري.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...