Home » سپورټ » د نړۍ د کریکټ د ستر سوداګریز ليګ پيل؛ خان د لوبې غوره لوبغاړی شو

د نړۍ د کریکټ د ستر سوداګریز ليګ پيل؛ خان د لوبې غوره لوبغاړی شو

د هند د غوره ليګ يا ای پي اېل د ۲۰۲۳ کال سيالۍ د هند په ګجرات کې پیل شوې چې د هند ترڅنګ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو په کې ګڼ شمېر لوبغاړي ګډون کوي.

د سږنيو سیالیو په لومړۍ لوبه کې ګجرات ټايټنز لوبډلې چنای سوپر کېنګز ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه. د دې لوبې پچه ګجرات وګټله او چنای ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. چنای لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه چې ګجرات لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په وروستي اور کې بشپړ کړ.

د چنای لپاره روتراجا ګاکواډ ۹۲، معين علي ۲۳، شېوم ډوبې ۱۹، مهېندر سېنګ دهوني ۱۴ او ابتي رايډو ۱۲ منډې وکړې.

د ګجرات لپاره راشد جان، محمد شامي او الزاري جوزېف هر يوه دوه دوه لوبغاړي وسوځول. جاش لېټل بيا د يوې وېکټې په اخيستو بريالی شو.

ه توپ وهنه کې بيا د ګجرات لپاره شوبمن ګېل ۶۳، ويجې شنکر ۲۷، وېرېدمن ساها ۲۵، سای سودرسن ۲۲، راهول تېواتيا ۱۵ او راشد خان ۱۰ منډې جوړې کړې.

د ای پي اېل سږنيو سياليو په لومړۍ لوبه کې راشد خان غوره لوبغاړی شو.

د هند کرېکټ غوره لپګ چې د نړۍ يوه له غوره ليګونو بلل کېږي په ۲۰۰۷ کال پیل شو چې دا یې ۱۶ پړاو دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...