د بهرنیو چارو وزارت رسنیو ته ویلي چې په لنډ وخت کې به د افغان سولې په اړوند د نړۍ د دیني عالمانو مفتیانو او مفکرانو کنفرانس جوړ شي.
د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل دا خبرې د اسلامي نړۍ د اړیکو رئیس شیخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی د عربستان په پلازمینې ریاض کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې کړې دي.
شیخ العیسی ویلي چې په افغانستان کې د جګړې په ختمولو او د سولې په راستو کې مرسته کول، خپل مسولیت ګڼو.
لا معلومه نه ده چې دا کنفرانس کله، چیرته او په کوم هېواد کې جوړیږي.
په ریاض کې شیخ العیسی د بهرنیو چارو له وزیر سره ژمنه کړې چې د اسلامي نړۍ د بانفوذه مفکرینو، پوهانو او مفتیانو په ګډون به په یو لوی مذهبي او تاریخي کنفرانس کې د افغانستان کړکېچ ته له دیني لیدلوري څخه د حل اساسي لاره ولټوي.
په همدې حال کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دې لیدنه کې شیخ ته ویلي چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اسلامي اصولو خلاف دی او وسلوالې ډلې له دې لارې غواړي خپلو موخو ته ورسیږي.
دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې د دواړو لوریو مرکچي پلاوي لا تر اوسه په دوحه کې د سولې په تړاو اساسي خبرې نه دي پیل کړي.