Home » سپورټ » د نړيوال جام او اسیاکپ لغوه کېدو IPL ته زمينه برابره کړه
رویداد خبري آژانس

د نړيوال جام او اسیاکپ لغوه کېدو IPL ته زمينه برابره کړه

د هندوستان پرېمرليګ مسولين وايي ددې ليګ په ترسره کېدو کې هيڅ شک نسته.

د هندوستان پرېمرليګ د حکومتي شورا مشر برجېش پټېل کريک انفو ته تائيد کړې چې سږکال IPL به ترسره کېږي.

پټيل ويلي چې موږ د اسياکپ او نړيوال جام په اړه د ترسره کېدو يا نه ترسره کېدو په اړه پرېکړو ته انتظار وو،دده په خبره دواړه جامونه سږکال نه ترسره کېږي نو ځکه د هندوستان پرېمرليګ د ترسره کېدلو په اړه کوم شک ندی پاته سوی.

رویداد خبري آژانس
جام

نوموړي ويلي په هندوستان کې د کرونا وېروس مخ په زېاتېدو دی نو ځکه مو عربي امارات ددې ليګ د ترسره کولو لپاره ټاکلی دی.

دی وايي تر اوسه لا دقيق تاريخ ندی په ډاګه سوی چې کله به دا ليګ پيل سي خو د اګست د ۲۶ څخه بيا د نومبر تر ۷مې شايد دا ليګ ترسره سي،چې شپېته لوبي کېږي.

پټيل وايي دوبۍ،ابوظبۍ او شارجه لوبغالي ددې ليګ د ترسره کېدو کوربتوب کوي ،پداسې حال کې چي مينوال به يوازي لوبې د تلويزيون له لارې وګوري.

دا به دويم ځل وي چې IPL په عربي اماراتو کې ترسره کېږي،په ۲۰۱۴ز کې کله چې د هندوستان عمومي ټاکني ترسره کېدلې ددې ليګ لومړنۍ شل لوبې په دوبۍ،ابوظبي او شارجه کې ترسره شوې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...