Home » سیمه او نړی » د نيويارک په يوه پلورنځيو کې ۱۰ تنه پر ډزو وژل شوي

د نيويارک په يوه پلورنځيو کې ۱۰ تنه پر ډزو وژل شوي

د امريکا نيويارک ايالت په بافلو ښار کې وسله‌وال کس پر خلکو ډزې کړې، چې په ترڅ کې يې ټول‌ټال ۱۳ تنو مرګ ژوبله اوښتې ده.

پوليسو ويلي چې بريدګر ۱۸ کلن ځوان دی او په يوه پلورنځي کې دننه کړی يې پر خلکو ډزې کړي. د ډزو په پايله کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۳تنه نور ټپيان شوي دي.

په دې بريد کې تر ډېره تور پوستي خلک په نښه شوي او ګومان دا دی چې بريد هم د نژادي توپير پر بنسټ شوی دی. د امريکا فډرل څېړنو ادارې يا FBI ويلي، چې بريدګر نيول شوی او دغه عمل به د نژادي کرکې په توګه وڅېړي.

پوليسو دغه راز دا هم ويلي، چې بريدګر د بريد پرمهال زغره پر تن او د اوسپنې خولۍ پر سر وه. تر اوسه د بريدګر نوم او شهرت د پوليسو له لوري نه دی په ډاګ شوی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...