Home » افغانستان » د نولس‌کلنو اسیا جام په دویمه سیالي کې سریلانکا افغانستان ته ماتې ورکړه

د نولس‌کلنو اسیا جام په دویمه سیالي کې سریلانکا افغانستان ته ماتې ورکړه

د نولس‌کلنو ځوانانو د اسیا جام په دویمه لوبه کې سریلانکا پرون ( شنبې، د لیندۍ ۱۱مه) افغان کرکټ لوبډلې ته د ۱۳۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د سریلانکا توپوهونکو پوره ۵۰ اورونه ولوبول، ۷ لوبغاړي یې وسوځېدل او ۲۴۳ منډې یې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې الله محمد غضنفر ۳، عبدالعزیزخان، نصرت نورستاني، نصیرخان او محبوب خان یوه یوه وېکټ واخیسته.

د اسیا جام په روانو سیالیو کې دا د افغانستان پرله‌‌‌پسې دویمه سیالي ده چې ويې بایلله او په‌‌دې سره په دې سیالیو کې له مخکې تګ هم پاتې شول.

ټاکل شوې چې افغانستان به د سه شنبې په ورځ له نیپال سره وروستۍ لوبه وکړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...