د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د نوري فایبر کېبل د بیا غځېدو په موخه د پنځو ولایتونو برېښنا ۶ ساعتونو لپاره پرې کړې ده.
دغه شرکت نن شنبه ( د چنګاښ ۲۶مه نېټه ) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي:” څه موده وړاندې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا د ستنو له چپه کېدو سره د نوري فایبر کېبل هم پرې شوی چې همدا اوس د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي ټیم د یاد کېبل پر بیا نښلولو کار پیل کړی دی.”
د برېښنا شرکت زیاته کړې، چې میدان وردګ، لوګر، غزني، پکتیا، او خوست هغه ولایتونه دي چې د نوري فایبر کېبل د بیا غځولو د کار تر پای ته رسېدو وروسته به د دې ولایتونو برېښنا بېرته ونښلول شي.