د نورستان ولایت ځایي چارواکي وایي، افغان امنیتي ځواکونو په وانټ وایګل ولسوالۍ کې هغه شل قومي مشران او سپینږیري نیولي، چې امنیتي ځواکونو پر ضد یې منفي تبلیغات کول او د ولسوالیو په سقوط کې یې لاس درلود.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم رسنیو ته ویلي، چې یاد کسان وروسته له هغې نیول شوي چې په وانټ وایګل ولسوالۍ کې یې له حکومتي مسوولینو غوښتل چې طالبانو ته د جګړې پرته ولسوالۍ ورکړي.
ښاغلي عبدالقیوم زیاته کړې:” څو کسانو د سپین ږیرو په نوم غوښتل چې هلته په امنیتي ځواکونو ته غلط تبلیغات وکړي او هغوی له دولت سره خیانت وکړي ، نو امنیتي ځواکونو هغوی نیولي دي او تر پوښتنو لاندې دي.”
بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه خبره تاییدوي او ویلي، دوی دغه سپین ږیري او مشران په دې موخه لېږلي و تر څو د دوي په جګړه کې ځواکونه ونه وژل شي.
د دې کسانو ترنیولو مخکې د نورستان په دواب او منډول ولسوالیو کې یو شمېر سیمې د ځینو سیمه ییزو د منځګړیتوب له لارې له جګړې پرته طالبانو ته سپارل شوي دي.