د ماشومانو د زدهکړو د برخې فعاله او د نوبل نړيوالې جايزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ د واده کېدو خبر ورکړی دی. نوموړې په دې اړه خپل ټوېټر کې د واده انځورونه هم خپاره کړي دي.
ملالې له خپلو انځورونو سره لېکلې چې واده يې د سېشنبې د (لړم په ۱۸مه) کړی او دا ورځ د نوموړې په ټکو ورته نه هېرېدونکې ده.
د ملالې يوسفزۍ پلار ضياءالدين يوسفزي هم په دې اړه خپل ټوېټر کړې لېکلي، د لور د واده کېدو له امله ډېر خوشال دی. که څه هم د ملالې د خاوند په تړاو ډېر مالومات نه دي ورکړل شوي، خو ځينو رسنيو ويلي چې نوموړی عاصر ملک نومېږي او د پاکستان په کرکټ بورډ کې د يوې برخې عمومي مدير دی.
ملاله ۱۵ کلنه وه چې په سوات کې د طالبانو له لوري په سر ووېشتل شوه او د عملياتو په موخه انګليستان ته ولېږل شوه. چې له هماغه وخت راهيسې په انګليستان کې اوسي.