Home » افغانستان » د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي
رویداد خبري آژانس

د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي

د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د یاد ولایت په شېرزادو ولسوالۍ اړوند سیمه کې نن سهار د وسله والو طالبانو له لوري د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطالله خوګیاڼی وایي، چې دغه پېښه پرون د جمعې په شپه (د غویي ۱۰مه نېټه) د شېرزادو ولسوالۍ په شهبازخېلو کلي کې شوې ده.

د خوګیاڼي په وینا دغه مرمۍ د سردار ملک په نوم د یوه کس په کور لګېدلې چې په‌کې د یوه ماشوم په ګډون درې ښځې وژل شوي دي.

که څه هم وسله‌‌والو طالبانو د یادې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د سیمې خلک ادعا کوي چې دغه مرمۍ د طالبانو له لوري توغول شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...