د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د جلغوزیو د ځنګلونو تر ارزونې وروسته په روان کال کې د جلغوزیو د ۳۸سلنې زیاتوالي خبر ورکوي.
د ننګرهار دکرنې ریاست د چارواکو په وینا، د جلغوزیو د ځنګلونو ارزونه ښیې، چې د جلغوزې سږني حاصلات به ۶۲۷ ټنه وي، چې د تېرکال په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی ښیي.
تېرکال ددې ولایت د جلغوزیو حاصلات ۴۵۵ ټنه وه.
د یاد ولایت د کرنې ریاست وایي، چې به دغه ولایت کې څه باندې ۷۰ زره او ۵۹۴ هکټاره د جلغوزې، غوزانو او نورو مېوه لرونکو او بې مېوې طبیعي ځنګلونه لري، چې له دې ډلې ۱۶.۵ سلنه یې د جلغوزې په ونو پوښل شوي دي.
د ننګرهار د اتو ولسوالیو «حصارک، شېرزاد، خوګیانو، پچیراګام، ده بالا، کوټ، اچین او سپین غر» په څه باندې ۱۱ زره او ۶۰۹ هکټاره سیمه کې د جلغوزې طبیعي ځنګلونه شتون لري، چې د سیمې په ښکلا، هوا او د اقلیم په بدلون کې مثبت رول لري.
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې سږکال ددې ولایت د جلغوزیو حاصلات زیات شوي، چې ورسره به په دې ولایت کې د جلغوزیو په کاروبارد بوختو کسانو ژوند مثبت بدلون وکړي.
دوی وایي، چې په دې وروستیو کلونو کې د جلغوزیو ښه مارکېت او لوړه بیه د خلکو په ژوند او د ځنګلونو په ساتنه کې مهم رول لوبولی دی.
بلخوا د کرنې وزارت د یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي:”د جلغوزیو او چهارمغزو د ځنګلونو بیارغول، د ځنګلولۍ ټولنې جوړول، کورني قوریې جوړول، د جلغوزیو د تولیدوونکو ټولنو پر ګروپونو د جلغوزیو د غوټو راشکولو بیاتي ګانې وېشل، چې دغه بیاتي ګانې ۲۰ سلنه د جلغوزیو د ضایعاتو مخه نیسي اود جلغوزیو د ځنګلونو د ساتنې په پار سلګونوکسانو ته روزنه ورکول هغه بنسټیزې چارې دي، چې د ننګرهار ولایت د جلغوزیو د ځنګلونو د ساتنې او د تولید د زیاتوالي په پار تر سره شوي دي.”
جلغوزې، پسته او زعفران د افغانستان مهم صادراتي توکي دي او اوسمهال د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې د جلغوزیو د اخیستو تقاضا شتون لري