د نايجېريا چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د ريور او اېمو ايالتونو ترمنځ پر پوله د تېلو په يوه چاڼخونه کې، د اور لګېدنې له امله چاودنه شوې او په خبره يې د مالي زيان ترڅنګ يې خلکو او د چاڼ خونې کارکوونکو ته ځاني زيان هم اړولی دی.
د نايجيريا د نفتي سرچينو کمېسيون ايالتي کمېشنر ګوډلک اپيا ويلي، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه سل کسان وژل شوي او په خبره يې، د يادو کسانو جسدونه تر دې حده سوځېدلي چې پېژندل يې سخت کار دی.
د ريور ايالتي چارواکو اېمو ته د تګ لارې تړلي ويلي يې دي، چې د يادې پېښې له امله د دواړو ايالتونو په سرحدي سيمه کې د هوا وضعيت نه دی عادي شوی.
په نايجېريا کې د بې روزګارۍ او لوږې زياتېدو له امله د تېلو ورته ناقانونه چاڼخونې د کار کولو لپاره خلکو ته ښه بديل دی؛ خو په دې چاڼخونو کې وخت ناوخت ورته پېښې رامنځته کېږي.
په تېر اکټوبر کې د نايجېريا د تېلو په ناقانونه دوو چاڼخونو کې ورته پېښې رامنځته شوې، چې ورسره د نايجېريا د تېلو اندازه په ورځنۍ توګه ۲سوه زره بېرله کمه او د دې هېواد د تېلو توليد يې ۱۰ سنله اغېزمن کړ.