د ناروې د کډوالۍ شورا مشر کابل ته له رسیدو وروسته ویلي، چې په افغانستان کې یې ټول فعالیتونه په ټپه دریدلي. نوموړي اندېښنه څرګنده کړه چې د ښځینه کارکونکو له موجودیت پرته دوی نهشي کولی په افغانستان کې حیاتي مرستې بېرته پیل کړي.
جان اېګلند تېر ماښام (د جنورۍ ۸ مه) کابل ته له رسېدو وروسته په ټوېټر کې وویل، له دې امله چې ښځینه کارکوونکې نهلري، په افغانستان کې ښځو او ماشومانو ته نهشي رسېدلای.
ایګلنډ دا هم وویل چې، د ناروې د کډوالۍ شورا د افغانانو ټولو ارزښتونو ته درناوی کوي چې په هغو کې د هغوی د جامو، سفر او کاري چاپيریال مسایل شامل دي.
په ورته حال کې د د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د کډوالو لپاره د ناروې کمېټې له عمومي رییس سره هم کتلي دي. د دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د ا.ا د کډوالو چارو وزیر د ناروې کمېټې له مشر جان اېګلنډ سره د کډوالو او کورنیو بېځایه شوو لپاره د مرستو رسولو کې د ستونزو د هواري په اړه خبرې کړې دي.
اېګلنډ ویلي، موسسې یې په تېرو شپږو میاشتو کې ۸۵۰ زره افغانانو ته مرستې رسولي او په راتلونکي کې غواړي ۷۰۰ زره افغانانو ته مرسته ورسوي. نوموړي ویلي، دوی دې ته ژمن دي چې مرستې به د اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره سمې تر خلکو رسوي خو اسلامي امارت دې ښځو ته د کار اجازه ورکړي.