Home » سیمه او نړی » د م م اتومي اداره: ایران کړې هوکړه ماته کړې؛ د یورانیمو غني کول يې چټک کړي

د م م اتومي اداره: ایران کړې هوکړه ماته کړې؛ د یورانیمو غني کول يې چټک کړي

د راپورونو پر اساس د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ اداره وايي ایران د یورانیمو د غني کولو پروسې په چټک کولو سره د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره شوې هوکړه ماته کړې ده.

یاده اداره وايي ایران هېواد په نطنز کې د ځمکې لاندې د سانتروفیوژونو په نصبولو یورانیم په ګړندۍ سره غني کوي، چې دا د هوکړې خلاف عمل دی.

نطنز په ایران کې د یورانیمو د غني کولو یو له عمده تاسیساتو څخه ده چې د اتومي انرژۍ نړیواله اداره یې نظارت کوي.

راپورونه وايي له ایران سره د هوکړه لیک په متن کې راغلي چې ایران کولی شي یوازې د IR-1 سنتارفیوژونو څخه په ګټې اخیستو سره یورانیم غني کړي خو د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ اداره بیا وایي چې ایران په دغې دستګاه کې له هغې څخه پرمختللې ټکنالوژۍ، IR-2m  څخه کار اخلي چې په واضح توګه د هوکړه لیک څخه سرغړونه ده.

ایران په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا په ګډون د نړۍ د پنځو ځواکمنو هیوادنو سره یو تړون امضا کړ چې له مخې یې د ایران څخه غوښتل شوي و چې د یورانیمو د غني کولو پروسه وځنډوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...