Home » افغانستان » د میلټون زورور توپان د امریکا د فلوریډا ایالت ته ورسېد

د میلټون زورور توپان د امریکا د فلوریډا ایالت ته ورسېد

د میلټون زورور توپان په ځايي وخت د چهارشنبې په ماښام (د تلې۱۸مه) د امریکا د فلوریډا ایالت سواحلو ته داخل شوی او ورسره تېز بادونه او تېز باران پیل شوي او د اوبو سطحه هم لوړه شوې ده.

د متحدو ایالتونو د توپان ملي مرکز وايي چې میلټون یو خطرناک توپان دی، چې د شپې ۸:۳۰ دقیقې وار دمخه د فلوریډا په لوېدیځ ساحل کې د سییستا ګڼ نفوسه سیمه ځپلې ده.

له توپان مخکې د دغه ایالت والي ران ډي سانټیس په اوسېدونکو غږ کړی و چې چمتو و اوسي. نوموړي د توپان تر رسېدو مخکې وویل «چې اوس ډېر ځنډ شوی او خطرناک دي چې خلک وایستل شي.»

د توپان ملي مرکز ویلي چې فلوریډا د تېز توپان، تندو بادونو او ناببره سېلابونو شاهد دی.

مقامات وايي چې ممکن دا توپان د فلوریډا ګڼ نفوسه لوېدیځه سیمه او د ګلف سواحل وځپي او دا ډار شته چې ګډوډي او تلفات هم زیات شي.

دا به داسې حال کې ده چې دوې اوونۍ وړاندې همدا ایالت د یو بل توپان شاهد و چې د څه باندې سلو کسانو ژوند یې واخیست.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...