د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې او متحدوایالتونو استازو پرون ( سه شنبې، د لیندۍ ۱۳مه) په سوریه کې د روان بحران په اړه د امنیت شورا په غونډه کې لفظي شخړه کړې او یوبل یې د ترهګرو په ملاتړ تورن کړي دي.
د راپورونو له مخې، په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر، رابرټ ووډ په خپلو خبرو کې په سوریه کې د روان کړکېچ د کمېدو او د ملکي وګړو د خونديتوب غوښتنه کړې ده.
نوموړي د ولسمشر بشار الاسد ځواکونه او روسیه پر ښوونځیو او روغتونو د بریدونو پر مهال د ملکي وګړو په مرګ ژوبله تورن کړي دي.
د روسیې استازي واسیلي نیبینزیا بیا ویلي چې دا تصور هم لا نه شي کېدای چې واشنګټن به په اخلاص سره د تروریزم پر ضد مبارزه وکړي.