Home » افغانستان » د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د افغانستان له روغتیا وزارت سره همکاري کوي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د افغانستان له روغتیا وزارت سره همکاري کوي

په افغانستان د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) مسوولانو د افغانستان د روغتیا وزارت له سرپرست، نور جلال جلالي سره په کتنه کې له یاد وزارت سره د همکارۍ خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر «اسټیفن روډریک» د روغتیا وزارت له سرپرست سره په کتنه کې ویلي چې په روغتیايي مرکزونو کې د لمریزې برېښنا سیسټم جوړولو، له ملاریا، توبرکلوز او ایډز ناروغیو د مخنیوي او نورو روغتیایي خدمتونو په برخه کې به له یاد وزارت سره همکاري وکړي.

بلخوا د روغتیا وزارت سرپرست، نور جلال جلالي هم په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو د زمینو د برابرولو په برخه کې د دې سازمان د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر مرستندویه بنسټونو د بودیجې د کمښت له امله د افغانستان په ځینو برخو کې د خپلو همکاریو کچه ټیټه کړې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...