Home » سیمه او نړی » د ملګرو ملتونو له لوري په غزه کې د اوربند غوښتنه

د ملګرو ملتونو له لوري په غزه کې د اوربند غوښتنه

ملګرو ملتونو په غزه کې یو ځل بیا د بشردوستانه اوربند غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د غزې په شمالي سیمو کې د خلکو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

ګوترش زیاته کړې، چې په یادو سیمو کې له شپږو ماشومانو څخه یو یې له دوو کلونو کم عمره په سخته خوارځواکۍ اخته دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د بشري مرستو د رسولو لپاره اوربند یوازینی حل ګڼلی او په وینا یې چې په دې سره د غزې د اړمنو لاسنیوی کېدای شي.

له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی و، چې د غزې په شمالي سیمو کې د جګړو له امله نه شي کولای اړمنو خلکو مرسته سره وکړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...