Home » افغانستان » د ملګرو ملتونو سرمنشي: ژوند ژغورونکو مرستو رسولو کې د ښځینه کارکونکیو رول اړین دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي: ژوند ژغورونکو مرستو رسولو کې د ښځینه کارکونکیو رول اړین دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې د ژوند ژغورونکو مرستو د رسونې په ګډون د دې ټولنې په چارو کې د ښځینه کارکوونکیو ونډه اړینه ده. انتونیو ګوتېرېش دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تېره اونۍ د ملګر ملتونو په ټولنو کې د افغان مېرمنو پر کار بندیز ولګاوه.‌

د طالبانو دا ګام له پراخو نیوکو سره مخامخ شوی دی.

انتونیو ګوتېرېش په یوه ټویټ کې لیکلي: “د حیاتي مرستو وړاندې کولو په ګډون زموږ د کارونو ترسره کولو لپاره د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې کاملا ضروري دي. په بشردوستانه پرېکړو کې د ښځو او نجونو غږ کم‌رنګ دی. خو کله چې دوی هم شاملې شي، پایله یې د ټولو لپاره پیاوړې ده”.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو د حقونو فعالانو هم ویلي طالبانو دغه هېواد د ښځو پر زندان اړولی دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...