Home » سیمه او نړی » د ملګرو ملتونو ریپورټرې اسراییل په غزه کې په «نسل وژنې» تورن کړل

د ملګرو ملتونو ریپورټرې اسراییل په غزه کې په «نسل وژنې» تورن کړل

په فلسطیني سیمو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې ریپورټرې «فرانچسکا البانزې» سراییل په غزه کې په «نسل وژنې» تورن کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دې نړیوالې ادارې د بشري حقونو شورا ته په خپل راپور کې له ټولو غړو هېوادونو غوښتي چې په بېړه پر اسراییلو د وسلو بندیز ولګوي.

اسراییلو په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی او د فرانچسکا البانزې راپور یې رد کړی دی.

البانزې په غزې تړانګه کې د زرګونو فلسطینیانو وژل او د اسراییلو د پوځ نورو اقداماتو ته په اشارې سره ویلي: “زه دې پایلې ته رسېدلې یم چې داسې منطقی دلایل او شواهد شته چې د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې جنایت ثابتوی. “

له بلې خوا حماس ویلي چې د فرانچسکا البانزې څرګندونو نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه د بشریت د ساتنې په برخه کې رښتیني امتحان ته اچولي دي.

حماس د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتي چې د «نسل وژنې» د مخنیوي لپاره خپلو مسوولیتونو ته ژمن پاتې شي.

پر غزې تړانګه باندې د اسراییلو بریدونه وروسته له هغې پیل شول چې حماس ډلې د ۱۴۰۲ کال د تلې  په ۱۵ د اسراییلو په جنوبي سیمو باندې په یوه ناڅاپي برید کې تر ۱۲۰۰ ډیر کسان ووژل او لسګونه نور یې ونیول.

د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې چې پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې تر ۳۲ زره ډېر کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...