د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوشنبې د وري ۶مه په غزه کې د روژې میاشتې تر پایه د بېړني اوربند او نیول شویو کسانو د بېړني او له کوم شرط پرته خوشي کېدلو پرېکړهلیک تصویب کړی دی.
دا پرېکړهلیک چې لومړی خبرې یې د امنیت شورا د لس غړو هېوادونو لخوا وړاندیز شوې وې، د دې شورا د ۱۴ غړو مثبتې رایې ترلاسه کړې دي او په دې اساس د اوربند لومړی پرېکړهلیک د غزې د روانې جګړې په اړه تصویب شوی دی.
امریکا، چې د اوربند په اړه له دریو زیات پرېکړهلیکونه وټو کړي وو، دې پرېکړهلیک ته یې ممتنع رایې کارولې دي.
دا پرېکړهلیک په دریو محورونو ولاړ دی، د روژې میاشتې تر پایه د بېړنی اوربند، له کوم شرط پرته د نیول شویو کسانوخوشي کېدل او د غزې اړمنو خلکو ته د بشري او روغتیایي مرستو د رسېدلو تضمین دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش د دغه پریکړهلیک له تصویب وروسته ویلي چې امنیت شورا د غزې په اړه یو پریکړهلیک تصویب کړی چې له اوږدې مودې راهیسې ورته په تمه و.
هغه ټینګار کړی: “دغه پریکړهلیک باید عملي شي. د دې په پلي کولو کې پاتې راتلل به د بښنې وړ نه وي.”