د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو له ایراني چارواکو غوښتي چې په سملاسي ډول دې د اعدام سزاوې ودروي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ (دوشنبې، د وږي ۱۲مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی د معلوماتو پر اساس په ایران کې د اعدام شویو کسان شمېر په جولای کې ۴۵ تنه و، خو په اګست کې دا شمېرې دوه برابره شوې دي.
دوی په ایران کې د اعدام سزاوو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او د ایران له حکومت څهه یې غوښتي دا ډول سزاوو ته دې د پای ټکی کېږي.
د معلوماتو پر بنسټ په ایران کې د روان کال له پیل راهیسې د ۳۰ افغانانو په ګډون ۴۰۰ کسان اعدام شوي چې ۱۵ یې ښځې وې.
ایراني چارواکو ویلي چې ډېری د اعدام سزاوې له نشه یي توکو سره د تړلو جرمونو له امله عملي شوې دي.