Home » افغانستان » د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی
رویداد خبري آژانس

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی.

پرون د جمعې (د زمري ۱۶مه نېټه) په ورځ ناوخته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه جوړه شوې وه چې دې غونډې ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې ویناوې وکړې.

د یوناما مشرې د خپلو خبرو په دوام وویل چې په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او د طالبانو روانې جګړې هره ورځ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

د نوموړې په خبره تېره میاشت زر کسه ملکي وګړي پر ښارونو د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

نوموړې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو وغوښتل چې طالبانو ته دې د سولې خبرو کې د پرمختګ په موخه یوه میاشت نور هم وخت ورکړي او تر هغه وروسته دې ددغه ډلې پر مشرانو د سفرونو او تګ راتګ بندیزونه وضع کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...