ټاکل شوې ده چې د راتلونکې اونۍ په شنبه یا یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت په اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د چهارشنبې (زمري ۱۳مه نېټه) په ورځ د داسې یوې غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه، چې د امنیت شورا له لوري ومنل شوه.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې له ښکېلو لوریو وغوښتل چې شخړې کمې کړي. د امنیت شورا په بیان کې پر اوربند هم ټینګار وشو.
دغه غونډه په داسې مهال جوړېږي، چې په افغانستان کې تاوتریخوالی تر بل هر وخت زیات شوی دی.