Home » سیمه او نړی » د ملګرو ملتونو امنيت شورا په ميانمار کې ژر تر ژره د تاوتريخوالي درولو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په ميانمار کې ژر تر ژره د تاوتريخوالي درولو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو امنيت شورا پرون ناوخته د (لړم په ۱۹مه) د يوې خپرې کړې اعلاميې له لارې په ميانمار کې پر روان وضعيت اندېښنه څرګنده کړې او د دغه هېواد پر پوځ او مخالف لوري يې د تاوتريخوالي درولو غږ کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په اعلاميه کې راغلي، د ميانمار په چېن سيمه کې د پوځ او مخالفانو ترمنځ جګړې د عامو خلکو ژوند له سختيو سره مخ کړی او اړتيا ده چې دواړه لوري د خبرو له لارې ستونزې ته د حل پيدا کولو په لټه کې شي.

په اعلاميه کې غوښتل شوي چې په بېړه د تاوتريخوالي په بندولو سره دې، وضعه شوي محدوديتونه لرې، د خلکو ژوند دې خوندي او دغه راز دې مرسته رسوونکو بنسټونو او روغتيايي کارکوونکو ته د فعاليت زمينه برابره شي.

د ميانمار پوځ تر اوسه د ملګرو ملتونو دې غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي. د روان کال په تېره فيبروري کې د ميانمار پوځ د انسانسوچي په مشرۍ ملکي حکومت وپرځوه او د دغه هېواد ټولې واګې يې په لاس کې ونيوې. چې ورسره سم په دې هېواد کې له قومي لږکيو تشکيل شوې مليشې او پوځ ترمنځ جګړه پيل شوه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...