ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (تلې په ۴مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړو هېوادونو استازي په افغانستان کې د روان سياسي، اقتصادي او بشري وضعيت په اړه بحث وکړي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما په دې اړه ويلي، چې د يادې ناستې په يوه برخه کې به د يوناما سرپرست مارکوس پوتزل هم د افغانستان اوسني وضعيت په اړه مالوماتي راپور وړاندې کړي.
د يوناما په خبره، د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دا ناسته به د کابل په وخت نن مازدېګر د شپږنيمې بجې پيل شي.
بل خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق ويلي، چې سږ کال به د نوموړي سازمان په ۷۷مه عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان له ادرسه هېڅوک وينا ونه وکړي.
هغه زياته کړې، چې د موافقې له مخې د افغانستان ترڅنګ د ميانمار استازی هم تېر او سږکال د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې له وينا کولو برخې شوی.