Home » افغانستان » د ملګرو ملتونو امنيت شورا له افغانستان سره پر مرستو ټينګار کړی

د ملګرو ملتونو امنيت شورا له افغانستان سره پر مرستو ټينګار کړی

د ملګرو ملتونو امنيت شورا پرون سې‌شنبه د افغانستان وضعيت په تړاو ځانګړې ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د ځينو هېوادونو له لوري د افغانستان وضعيت په تړاو پر يو بل سختې نيوکې وشوې.

د غونډې په سر کې د نوموړي سازمان د سرمنشي مرستيال مارټين ګرېفټس د افغانستان وضعيت په اړه مالومات وړاندې کړل. د نوموړي د مالوماتو له مخې، افغانستان په اوس کې د بشري حقونو، اقتصاد، اقليم لوږې او مالي سيسټم په برخو کې له سخت خرابېدونکي ناورين سره مخ دی.

نوموړي ويلي، چې دامهال په افغانستان کې ۱۹ ميليونه خلک د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي او له ډلې يې ۶ ميليونه هغه بيا د لوږې له خطر سره مخ دي.

مارټين ګرېفټس له افغانستان سره د بشري مرستيو پر دوام د ټينګار ترڅنګ وويل، دا مهال د دې هېواد ۲۴ ميليونه وګړي چې نيمايي نفوس يې تشکيلوي، بشري مرستو ته اړتيا لري او شاوخوا ۳ ميليونه ماشومان بيا له خوارځواکۍ سره مخ دي، چې د نوموړي په خبره د ماشومان د دې شمېر له ډلې يې يو ميليون په شديده خوارځواکۍ اخته دي او که درملنه يې ونه شي ښايي ومري.

نوموړي زياته کړې، چې يادو ناورينونو يو عمده لامل په افغانستان کې موجوده وچکالي هم دی؛ ځکه د مارټين ګرېفټس په خبره دا وچکالي د تېرو څو لسيزو په پرتله بې‌سارې ده.

نوموړي له هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او پرې‌ نه‌ږدي چې دا هېواد نور هم په ناورين کې ژور پرېوځي.

له دې سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستيال او د يوناما سرپرست مارکوس پوټزل وروستيو امنيتي پېښو ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې طالبانو په مشرۍ حکومت دې په ورته بريدونو کې د په نښه کيدونکو خلکو د خونديتوب لپاره معقولې لارې چارې ولټوي.

بل خوا په ملګرو ملتونو کې د روسيې او چين استازو ټينګار درلود، چې د افغانستان اوسنی وضعيت د امريکا د ناسمو اقداماتو پايله ده؛ خو په نوموړي سازمان کې د امريکا استازي بيا ياد دوه هېوادونه تورن کړل، چې د افغانستان ستونزې په حل کې مرسته نه کوي او يوازې خبرې کوي.

د روسيې استازي واسلي نېبېنزيا وويل، چې د افغانستان په اوسني ناورين کې امريکا پړه ده او روسيه د امريکا له لوري د اخيستل شوو ګامونو په پايله کې د اوښتو زياتونو د جبرانولو مسووله نه ده.

د چين استازي بيا له امريکا وغوښتل، چې په افغانستان کې بشري وضعيت ته په پام سره دې د دې هېواد کنګل کړې شتمني بېرته ازاده کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...