ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه د (غويي په ۲۲مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړي هېوادونه د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وکړي.
دغه خبر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق هم تائيد کړی او ويلي يې دي، چې دا غونډه د طالبانو له لوري په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په غبرګون کې رابلل کېږي.
نوموړي ويلي چې په دې غونډه کې به د امنيت شورا غړي هېوادونه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ميرمنو حقونو په برخه کې د طالبانو پر تخطيو، د هزاره افغانانو د هدفي وژنو او دغه راز په پنجشير کې د ملکي وګړو د وژل کېدو پر وروستيو ادعاوو بحث او خبرې وشي.
فايق ويلي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا دا ناسته د ناورې په غوښتنه رابلل کېږي. له دې سره په نوموړي سازمان کې د ناورې استازولۍ ويلي، چې په ناسته کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډيبرا لاينز هم د وضعيت په اړه مالومات وړاندې کړي.
په وروستيو کې اسلامي امارت ځيني اقدامات د نړيوالو له لوري د بشري حقونو نقض بلل شوي. د نجونو ښوونځيو بندولو په شمول د حجاب جبري کولو په تړاو د اسلامي امارت پرېکړه په کور دننه او بهر له سختو نيوکو سره مخ ده. امريکا په دې اړه ويلي، که طالبان د بشري حقونو د نقض په اړه له خپلو وروستيو پرېکړو په شا نه شي، نو فشارونه به پرې زيات شي.