Home » افغانستان » د ملګروملتونو پرمختیايي پروګرام له ۷۵ زره متشبثو ښځو سره مرسته کړې

د ملګروملتونو پرمختیايي پروګرام له ۷۵ زره متشبثو ښځو سره مرسته کړې

د ملګروملتونو پرمختیايي پروګرام «UNDP» خبر ورکړی، چې په افغانستان کې یې په تېرو دریو کلونو کې له ۷۵ زره متشبثو ښځو سره د کار په برخه کې مرسته او د دوی مالي ملاتړ یې کړی دی.

د افغانستان لپاره د یاد پروګرام مشر، سټیفن روډریګز ویلي، له هغه ښځو سره چې دوی مرسته کړې توانېدلې چې د خپلو کورنیو ورځینۍ اړتیاوې تر یوې کچې برابرې کړي.

د هغه په وینا، دا ښځې د خیاطۍ، غالۍ اوبدلو، د خوراکي توکو تولید پروسس او ځینو نورو برخو کې اوسمهال فعالیت لري.

د نوموړي په خبره له دې سربېره یې په بېلا بېلو ولایتونو کې یې لسګونه زره خلکو ته کوچني او متوسط کارو بارونه، سلګونه د اوبو رسولو کانالونه او کاریزونه هم جوړ کړي دي.

بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر اساس اوسمهال په کابل ښار او ولایتونو کې شاوخوا ۵۰ زره مېرمنې د چرګانو روزلو، مالدارۍ، خیاطۍ او نورو برخو کې په کار بوختې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...