د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر په خپله ایکس پاڼه لیکلي د ۲۰۹ قول اردو د څلورمې لوا انجینري ټیم د سرپل دره سلطان ابراهیم، قلعه سوخته، شور قدوق، یارکنده، سه توت، اخپلاق او بیشقدوق مرکز ته غځېدلې لار له واورو پاکه کړې او د ترافیکو پرمخ یې پرانیسته.
د یادې لوا چارواکي ډاډ ورکوي چې څلېروېشت د خلکو په خدمت کې دي او په چټکۍ به د دوی ستونزې حل کړي.
د دفاع وزارت د معلوماتو پراساس سرپل کې وروستیو سختو واورو او ورښتونو له امله سیمه ییز خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو چې د یاد ولایت د مسوولینو په هلو ځلو یې ستونزې حل شوې دي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د ملي دفاع وزارت منسوبینو په بلخ او هلمند ولایتونو کې واورو او ورښتونو کې بند پاتې هېوادوال ژغورلي او ورته یې مرستې رسولې وې.
