د ملي امنیت شورا له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له سیمو څخه د حکومت موندنې او شواهد ښيي، چې وسله وال طالبان لا هم د ملکي مرګ ژوبلې د غوڅ اکثریت مسؤلین دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: “طالبان د ملکي تلفاتو د مرګ ژوبلې مستقیم مسؤل دي. یا د نورو تروریستي ډلو لپاره په ملکي خلکو د بریدونو لپاره د پلان جوړولو دنده پرغاړه لري.”
خبرپاڼه کې راغلي، چې حکومت ژمن دی چې له یوناما سره ګډ کار وکړي، څو موندنې یې د جګړې د ډګر واقعیتونه او ارقام منعکس کړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې افغان حکومت له څو میاشتو راهیسې دفاعي حالت کې دي خو طالبانو په دې ټوله موده کې د افغانستان د خلکو او تاسیساتو خلاف تاوتریخوالي ته دوام ورکړی ده.
د افغانستان د ملي امنیت شورا له طالبانو وغوښتل چې یو سراسري او اوږدمهاله اوربند ومني او د سولې مخامخ خبرې ژر تر ژره پیل کړي.
د ملي امنیت شورا په بیان کې راغلي چې د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د ولسمشر او لوړ پوړو قوماندانانو او د امنیت سکتور مشرانو څخه روښانه لارښوونې لري ترڅو د ملکي وګړو او عامه تاسیساتو ساتنې لپاره ټول موجود میکانیزمونه او پالیسۍ پلي کړي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي